کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لېدنه کې ویلي، افغانستان غواړي له تاشکند سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د ازبيکستان بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف، د دې هېواد ټرانسپورټ وزیر الهام او مل پلاوي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ټرانسافغان رېل پټلۍ پروژې اړوند ناستو او د درې اړخیزې توافقنامې د لاسلیک جزئیات شریک کړل او د دې سترې سیمهییزې پروژې پر پرمختګ یې خوښي څرګنده کړه.
یاد وزارت لیکلي، نوموړي دافغانستان، ازبيکستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختيا، د سیاسي،اقتصادي او فرهنګي همکارۍ ژورتیا او افغانستان سره د ازبيکستان د صادراتو او وارداتو کچې د تېر کال په پرتله نږدې درې برابره لوړوالي ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراختیا هیله څرګنده کړه.
سعیدوف زیاته کړې چې ازبيکستان د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو آزادېدو، د افغان کډوالو ستونزو حل او په نړیوالو ناستو کې د افغان حکومت فعال ګډون غوښتونکی دی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د ټرانسافغان رېل پټلۍ پروژې پرمختګ ستایلی او هیله یې ښودلې چې دا پروژه به د یادو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم پرمختګ وي.
هغه ویلي چې افغانستان غواړي له ازبيکستان سره په سیاسي،اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.