Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شمالي ولایتونو یو شمېر ځوانانو د ملي یووالي ټینګښت په موخه خوست ته سفر کړی

خوست‌ښار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمېر ځوانانو د قومونو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او ملي تفاهم د هڅو په دوام، د هېواد سوېل‌ختیځ ولایت خوست ته سفر کړی دی.

یاد ځوانان چې د بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو اوسېدونکي دي وايي، غواړي د دې ډول سفرونو په پايله کې د قومونو ترمنځ هغه کرکې او نفرتونه له منځه يوسي چې په تېر کې په يو او بل نوم رامنځته شوي دي.

د بلخ ولایت یوه ځوان او د یادې ډلې غړي ضابط خان انځور پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ د سولې او ورورولۍ پیغام له شماله راوړی، څو د هېواد له جنوبه تر شماله او له ختیځه تر لوېدیځه د افغانانو ترمنځ د یووالي او باور فضا بېرته راژوندۍ کړو.»

هغه زیاته کړه، دا ډول سفرونه کولای شي د منلو، تفاهم او ملي وحدت فضا بېرته پیاوړې کړي؛ هغه ارزښتونه چې په تېرو څو لسیزو کې سخت زیانمن شوي دي.

د دغه سفر يوه بل ګډونوال صبغت‌الله بېک قيصاري چې د فارياب ولايت اوسېدونکی دی، پژواک ته وويل، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او هغه اختلافات چې په خپل منځ کې يې له يو بل سره لري، شا ته پرېږدي.

د نوموړي په خبره، دغه سفر په همدې موخه ترسره کېږي چې په هېواد کې مېشت قومونه له يو بل سره وپېژني او د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.

هغه وايي: «موږ د شمال زون ځوانانو سوېل‌ختيځ زون ته د سفر موخه اتحاد، اتفاق او همبستګي ده، د جنوب‌ختيځ زون له ځوانانو او مشرانو زياته مننه کوو چې زموږ يې تود هرکلی وکړ.»

په همدې حال کې، د سوېل‌ختيځ زون، په ځانګړي ډول د خوست ځوانان د قومي تعصب او د ملي يووالي د ټينګښت په موخه د ولايتونو او زونونو ترمنځ دا ډول سفرونه ډېر موثر بولي.

د خوست يوه ځوان نقيب‌الله ځلاند پژواک ته وويل، په راتلونکي کې هم بايد د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د ځوانان او خلکو د نږدې کېدو په موخه دا ډول برنامې او سفرونه تنظيم شي.

هغه زياته کړه: «د قومي تعصب د له منځه وړو، ملي يووالي او د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه او بل ولایت ته د ځوانانو دا ډول سفرونه ډېر مهم دي.»

د یاد ولايت يوه ځوان فعال رشيدالله همدرد وويل: «دا ډول سفرونه د اقوامو په منځ کې يووالی راوستلی شي، د افغانستان د خلکو په منځ کې هغه تعصب او غلط فکر چې د يو ولايت خلک يې د بل ولايت له خلکو سره لري، هغه له منځه وړلای شي او د خلکو ترمنځ نږدېتوب رامنځته کوي.»

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د دغه سفر پر مهال د شمال ځوانان نه‌ یوازې د خوست له تاریخي او تفریحي سیمو لیدنه کوي، بلکې د دغه ولایت له فرهنګ، دودونو او قومي ځانګړنو سره هم اشنا کېږي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنک رياست د اطلاعاتو امر سبحان‌الله عزام په دې اړه پژواک ته وويل: «په دې سفر کې به د شمال زون ځوانان د سوېل‌ختيځ زون ولايتونو کې د تفريحي ځايونو کې او همدا شان د دغه زون د فرهنګونو او عموم کې د دغه زون قومونو له دودونو او فرهنګ سره اشنايي پيدا شي او همدا ډول به له ځوانانو او مشرانو سره د نظر تبادله ترسره شي.»

د يادونې ده، د شمالي ولايتونو يادو ځوانانو تېره ورځ پکتيا ولايت ته سفر درلود او ټاکل شوې د سوېل‌ختيځ زون نورو پاتې ولايتونو ته هم سفرونه ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.