Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴):  د میدان‌وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲،۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د میدان‌وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د تطبیق چارو امر محمد سلیم بریالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پروژې د جغتو ولسوالۍ په ابطله او ادینه کلیو کې پلې کېږي چې په‌کې دوه لس متري پلونه او ۶،۸ کیلومتره کلیوالي سړک شامل دي.

هغه زیاته کړه چې یادې پروژې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ او د (UNOPS) موسسې په تخنیکي همکارۍ پلې کېږي او ۱۲.۶ میلیونه افغانۍ لګښټ پرې راځي.

د بریالي په خبره، د دغو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د کار په جریان کې به یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي دا هم وویل چې د پروژو له بشپړېدو سره به د جغتو ولسوالۍ د خلکو ترانسپورټي ستونزې په اساسي ډول حل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.