غزنيښار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قره ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د کابل ـ کندهار په لویه لار د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍاړوند د مشکي په سیمه کې د یو لوکسل موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
خبرپاڼې له مخې، په دعه پېښه کې اته کسان ټپیان شوي او د درملنې په موخه ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP