منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۰ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۷ کتنې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قره ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د کابل ـ کندهار په لویه لار د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍاړوند د مشکي په سیمه کې د یو لوکسل موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

خبرپاڼې له مخې، په دعه پېښه کې اته کسان ټپیان شوي او د درملنې په موخه ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.