غزنيښار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزني او ورزش مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شپږو لوبډلو ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزني او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تير او کمان سره د نښې ويشتنې یادې سیالۍ د غزني د مرکز اړوند نواباد شیمه کې وشوې.
هغه زیاته کړه، په یادو یو ورځنیو سیالیو کې د غزني د مرکز له بېلابېلو سیمو د شپږو لوبډلو ۳۰ لوغاړو برخه اخیستې وه چې په پایله کې یې د البدر لوبډلې د ۶۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او د المهدي لوبډلې د ۵۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم مقامونه خپل کړل.
د نوموړي په خبره چې دغه سیالۍ د ورزشکارانو د هڅونې او د تیر او کمان دودیزو او محلي لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې.
مجاهد لوبغاړو ته ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به د دغو لوبو ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
یوه لوبغاړي عارف غوښتنه وکړه چې مسوولین دې دې لوبې ته پاملرنه وکړي.
هغه وویل: «یاده لوبه له پخوا زمانو د افغانانو ترمنځ رواج لري، خو چا ورته سمه پاملرنه نه ده کړې.»
نورو لوبغاړو هم غوښتنه وکړه چې د نورو ملي لوبو په څېر دې، دې لوبې ته هم پاملرنه وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP