Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ او فاریاب کې د کوډګرۍ په تور درې کسان نیول شوي

کابل (پژواک،۲۲ زمری ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي چې محتسبینو یې په بلخ او فاریاب ولایتونو کې د اسلامي شریعت خلاف کړنو (کوډګرۍ) په تور درې کسان نیولي دي.

امر بالمعروف وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په بلخ او فاریاب ولایتونو کې درې کوډګر چې د سحر اړوند توکي هم ورسره وو، نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په لومړي مورد کې، دوه ماهر او تېرایستونکي کوډګر د کوډو له کتابونو او نورو اړوند توکو سره د بلخ په زاري ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د محتسبینو له لوري نیول شوي او له پلټنو وروسته د شرعي تعقیب په موخه د دغه ولایت عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شول.»

د سرچینې په خبره، په دویمه پېښه کې د سید عبدالکریم په نوم یو کس د سحر کولو پر مهال د بلخ د امر بالمعروف ریاست د محتسبینو له لوري نیول شوی دی.

د دغه ولایت د امر بالمعروف ریاست مسوولین، دې ته په اشاره چې نیول شوي کسان د کوډو او سحر په کولو سره د خلکو ترمنځ کرکه خپروي، وايي چې له کوډګرۍ، غولونو او عقیدتي انحرافاتو سره مبارزه د دوی د فعالیتونو په لومړيتوبونو کې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.