فیروزکوه (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د غور امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
د غور د امنیي قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «یاد کسان د غور د دولینې ولسوالۍ په تربولاق کلي کې نیول شوي چې د اېف په نوم ۹۰ کیلوګرامه نشهيي توکي یې په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځاي کړي وو او غوښتل یې نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي.»
نوموړي زیاته کړه، نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او دوسیې به یې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP