Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د اترا ادارې مشر دایکنډي کې د ۱۹ مخابراتي سایټونو جوړولو خبر ورکړ

نیلي (پژواک، ۳۱ اسد ۱۴۰۴): په دایکندي د مخابراتي او انټرنېټي ستونزو په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته، د اترا ادارې عمومي رییس دغه ولایت ته سفر کړی او هلته یې د ۱۹ نوو مخابراتي سایټونو فعالولو خبر ورکړی دی.

پژواک خبري اژانس د روانې زمري میاشتې په ۲۴مه یو راپور خپور کړی و چې د دایکنډي اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې د مخابراتي او انټرنټي خدماتو نشتوالي او ټیټ کیفیت د دوی ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړې دي او ان د ټکنالوجۍ په دغه عصر کې ډېری خلک اړ دي چې د یوې ساده اړیکې نیولو لپاره په کیلومترونو پلی مزل وکړي او لوړو غرونو او غونډیو ته وخيژي.

د دغه راپور تر خپرېدو وروسته پرون د اترا ادارې عمومي رییس مولوي سید برات‌شاه د مخابراتي شبکو د وضعیت ارزولو په موخه دایکنډي ته سفر کړی او د دغه ولایت له والي او د مخابراتي شرکتونو له استازو سره یې په ځانګړو لیدنو کې د مخابراتي خدماتو د ښه کولو پر حل‌لارو خبرې کړې دي.

هغه ویلي، دغه اداره ژمنه ده څو په دایکنډي کې د مخابراتي شبکو ستونزې هوارې کړي او په همدې موخه به په دغه ولایت کې ۱۹ نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي.

ورته مهال، د دایکنډي د والي ویاند غضنفز کاظمي وايي چې د اترا ادارې عمومي رییس د دغه ولایت له والي مولوي نجیب‌الله رفیع سره په ځانګړې لیدنه کې وویل چې سږ کال به په دغه ولایت کې ۱۱ نوي مخابراتي سایټونه د اترا ادارې او پاتې نور د نورو مخابراتي شرکتونو له لوري جوړ شي.

کاظمي زیاته کړه چې والي په دایکنډي د مخابراتي شبکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې د دغه ولایت سختې جغرافیی مخابراتي خدماتو ته د خلکو لاسرسی سخت کړی او د ډېری سیمو خلک ورته لاسرسی نه‌لري.

د دایکنډي والي په دغه ولایت کې د ۱۹ نوو مخابراتي شبکو جوړېدو له امله مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې اترا اداره دغه ولایت ته پاملرنه ډېره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.