Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

غزني ښار (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴ ): د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په ۲۲ میلیون افغانیو شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د غزني ولایت د پوهنې ریاست د مبطوعاتو مسوول میاګل صدیق پژواک خبري آژانس ته وویل، د جاغوري ولسوالۍ د زیرک په سیمه کې د صالحي زیرک ښوونځي د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه زیاته کړه، یاد ښوونځی په دوه جریبه ځمکه کې په درېیو پوړونو کې جوړېږي چې ټولټال به ۲۲ درسي خونې ۲ اداري خوني، یو پوخ سالون، کتابتون او لابراتوار ولري او همداراز به د برېښنا، د پاکو اوبو منظم سیستم او د لوبو لپاره به یو لوبعالی هم ولري.

نوموړي وویل، د دې ودانۍ جوړولو لګښت شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانۍ دي چې د ځایي خلکو له خوا ورکول کېږي.

ده زیاته کړه، چې یاد ښوونځی به د جاغوري ولسوالۍ د سلګونو زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو یو مناسب چاپېریال برابر کړي.

په ورته وخت کې د سیمي خلک  او قومي مشران وایې چې د پوهنې له ریاست سره په کډه هڅه کوي څو خپلو اولادونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

یاده دي وي چې څو ورځي وړاندي هم د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ ورکلاخ سیمي خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي جوړولو چاري پیل کړې وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.