کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۴): د هېواد د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او دا برخه باید له سیاسته لري وساتل شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان (اوایسي) له سفیر العیاش سره په کابل کې وکتل.
سرچینه لیکي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د ملک سلمان د بشري مرستو او همکارۍ مرکز له خوا د روغتیایي سکټور پر ملاتړ او په افغانستان کې د راتلونکو روغتیايي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزیر روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق بللی او ټینګار یې کړی چې د روغتیا برخه باید له سیاسته لرې وساتل شي.
هغه ویلي: «هڅه کوو چې د نړۍوالو مرستو ترڅنګ له خپلې داخلي بودجې په استفادې د روغتیایي سیسټم پراختیا او معیاري کولو لپاره لا ډېر کار وکړو چې له نېکه مرغه په دې وروستیو کې پر یو شمېر سترو روغتیايي پروژو کار په چټکۍ سره روان دی.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان استازو هم د اړیکو پیاوړتیا ترڅنګ په افغانستان کې د روغتیايي سیسټم پراختیا او ملاتړ په موخه د همکارۍ ژمنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP