Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي

چاریکار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي چې د دغه ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په «مرک‌خېل» او «پشته قلاتک» کلیو کې د نړۍوال بانک په ۱۱ میلیون مالي مرسته د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړیږي.

د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي میرزاخان صادق وايي چې د دغو دوو شبکو جوړولو چارې نن پیل شوې.

هغه زیاته کړه چې د پاکو اوبو رسولو دغه دوه شبکې به چې پنځه زره ۲۶۷ متره اږودوالی لري، ۵۰۰ شیردهنونه، د ۷۰ مترو په ژوروالي دوه څاګانې، د ۶۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو ذخیرې او ۱۱ کیلوواټه سولري سیسټم ولري.

هغه وویل چې یادې شبکې د نړۍوال بانک په څه باندې ۱۱ میلیون افغانۍ مرسته، د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تر څارنې لاندې د اغاخان بنسټ په تخنیکي همکارۍ جوړېږي.

هغه څرګنده کړه چې د دغو شبکو د چارو په بشپړېدو سره به څه باندې ۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

ځايي اوسېدونکي حاجي سیداقا د دغو پروژو د کار پر پیلېدو د خوښۍ په څرګندولو وویل: «د اوبو کمښت او وچکالي ورځ تر بلې زیاتېږي. د پاکو اوبو دغه دوه شبکې چې د خلکو په وړاندیز د دولت له لوري جوړېږي، خلکو ته د پاکو اوبو په برابرولو کې مهم رول لري.»

د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د معلوماتو له مخې، د تېر کال له پیله راهیسې تر اوسه د دغه ولایت په کچه شاوخوا ۲۰۰ ټول‌ګټې پروژې د دغه ریاست له خوا تطبیق شوې او ۶۰ نورې د بشپړېدو په حال کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.