Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شپږو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې

فېروزکوه (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۴): غور کې سیمه‌ییزو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شپږو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اوبو رسولو دغه شبکې د تولک ولسوالۍ په ګزک، سراسیاب او سنګ‌خلق کلیو، د ساغر ولسوالۍ په ژرف او مانک علیا کلیو او د دغه ولایت د دولت‌یار ولسوالۍ اړوند په مال وردک‌ها کلي کې جوړېږي.»

هغه زیاته کړه، دغه پروژې چې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تر چتر لاندې د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ پلې کېږي، ۴۰ میلیونه ۴۷۴ زره او ۵۷۶ افغانۍ لګښت پرې راځي چې د نړۍوال بانک له خوا ورکول کېږي.

د هغه په ​​خبره، د یادو پروژو په تطبیق سره به ۱۴۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي ‎او لسګونو ځايي خلکو ته به د کار زمینه په‌کې برابره شي.

د یادو کلیو اوسېدونکو د دغو پروژو د پلې کېدو هرکلی کوي او د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست او همکارو ادارو د هڅو ستاینه کوي.

د دولت‌یار ولسوالۍ اوسېدونکی عنایت‌الله وايي: «له کلونو راهیسې د څښاک اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ وو، خوشحال یو چې اوس د دې پروژې په پیل سره زموږ په کلیو کې پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کېږي، موږ له ټولو هغو ادارو چې په دې برخه کې همکاري کوي، مننه کوو.»

د غور د تولک ولسوالۍ د سراسیاب کلي اوسېدونکي خیرمحمد وویل: «موږ له کلونو راهیسې د داسې یوې پروژې په تمه وو، د څښاک اوبو کمښت زموږ د خلکو یوه له سترو ستونزو وه، د اوبو رسولو د دې شبکې جوړولو چارو له پیلېدو سره به زموږ ژوند بدل شي، له ټولو مسوولینو او همکارو بنسټونو ‎ مننه کوو.»

د دې پروژو چارې په داسې حال کې پیلېږي چې د غور د یو شمېر سیمو اوسېدونکي د اقلیمي بدلون او پرله‌پسې وچکالیو له امله د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.