کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ټیمونه یې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره سیمې ته استول شوي دي. جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له قربانیانو سره خپله غمرازي ښودلې ده.
دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تېرې شپې زلزلې له امله په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۶۲۲ کسان وژل شوي، ۱۵۵۵ نور ټپیان او ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په لغمان کې هم ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «زه په خپل ټول توان د افغانستان له خلکو سره له هغه ویجاړوونکې زلزلې وروسته چې نن یې دغه هېواد ولړزاوه، خپل پیوستون او د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم او د ټپیانو د ژر رغېدو هیله کوم.»
هغه ويلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټیم فعالیت پیل کړی او په زیانمنو سیمو کې له اړمنو کورنیو سره د مرستو لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یوې ویجاړوونکې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه چې له امله یې سلګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ډېر نور ټپیان شوي دي.
دغه سازمان د اندېښنې په څرګندولو ویلي: «زموږ ټیمونه سیمې ته رسېدلي او بېړنیو مرستو او حیاتي ملاتړ چمتو کولو په حال کې دي.»
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم پر خپله اېکسپاڼه په یادو ولایتونو کې له زیانمنو شوو کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي چې د دغه بنسټ بشري همکاران په فعاله توګه په سیمه کې دي او زیانمنو کورنیو ته حیاتي مرستې چمتو کوي.
په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د تیرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني او له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوي.
په کابل کې د ترکیې سفارت پر اېکسپاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د تېرې شپې په زلزله کې ګڼ شمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د خدای (ج) مړه شوو ته د رحمت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا کوو او موږ له افغانانو وروڼو سره خپله خواخوږي څرګندوو. ترکیه د سیمې خبرونه له نږدې تعقیبوي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP