کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): هند او پاکستان د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله له افغانانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د دې مرګونې پېښې له زیانمنو سره د هر ډول مرستو لپاره چمتو دي.
دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، هغه ویلي چې د ټپیانو لېږدولو او زیانمن شوو ته د مرستې رسولو اقدامات ترسره شوي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره په افغانستان کې د زلزلې له امله د یو شمېر کسانو له مړه کېدو خبر شوو؛ په دغو سختو شېبو کې له غمځپلو کورنیو سره زموږ فکرونه او دعاوې شته او ټپیانو ته د بېړنۍ شفا هیله لرو، هند چمتو دی څو زلزلهځپلو ته هر ډول بشري مرستې وړاندې کړي.»
د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په ډېرې خواشینۍ د افغانستان په ختيځ کې له ورانوونکې زلزلې چې د پاکستان په بېلابېلو برخو لکه اسلاماباد کې هم محسوس شوې، خبر شوی او د پاکستان د خلکو او دولت له لوري له غمجنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
هغه لیکلي: «موږ په دې غمجنو شېبو کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره ولاړ یو او چمتو یو چې هر ډول ممکنې مرستې په دې برخه کې برابرې کړو.»
مخکې له دې د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له خلکو، په ځانګړې ډول د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، هېواد یې له زیانمنو شوو سره د مرستو او د هغوی ژغورنې لپاره د افغانستان له حکومت سره د هر ډول ممکنې مرستې لپاره چمتو دی.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دوی ټیمونه د بېړنیو مرستو لپاره سیمې ته استول شوي دي؛ جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له زیانمن شوو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP