Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جاپان سفیر له افغانستان سره په بشري او پراختیايي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د جاپان سفیر د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره په بشري او پراختیايي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د اقتصاد وزارت د یوې خبرپاڼې له لارې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره د اقتصاد د وزیر قاري دین‌محمد حنیف د مخې ښې لیدنې او دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او بشري مرستو پراختیا په اړه له خبرو اترو خبر ورکړی دی.

د اعلامیې له مخې، تاکایوشي کورمایا د امنیت د ټینګښټ، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د قاچاق مخنیوي، اداري فساد د له منځه وړو او د اقتصادي او زیربنایي پراختیا لپاره د اسلامي امارت د روانو هڅو او لاسته‌راوړنو ستاینه وکړه او د افغانستان له خلکو سره یې د بشري مرستو او پراختیايي برخو کې د همکاریو له دوامه ډاډ ورکړ.

هغه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوو کسانو ته د بشري مرستو له رسولو هم خبر ورکړ. ټاکل شوې دغه بېړنۍ مرستې چې خېمې، کمپلې او نور اړین توکي په‌کې شامل دي، د جاپان د نړۍوالو همکاریو ادارې (JICA) له لوري د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون (IFRC) ته وسپارل شي، څو له زلزله‌ځپلو سره مرسته وشي.

ورته مهال، قاري دین‌محمد حنیف په تېرو دوو کلونو کې د بشري او پراختیايي همکاریو له امله له جاپانه مننه کړې ده.

نوموړي د افغانستان او جاپان ترمنځ نیکې اړیکې تاریخي بللې او د دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي، پراختیايي او بشري همکاریو پر پياوړتیا یې ټینګار کړی دی.

دغه‌راز، د اقتصاد وزیر په کابل کې د جاپان د سفیر په توګه د تاکایوشي کورمایا د ډیپلوماټیک ماموریت له دورې ستاینه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.