Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهنې وزارت، ستره محکمه او دارالإفتاء ریاست کې نوې ګومارنې

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي، د سترې محکمې او پوهنې وزارت لپاره څلور نوي مرستیالان او د دارالإفتاء لوی ریاست او د سوېل‌لوېدیځ زون تمیز ریاست د جزاء دیوان لپاره نوي ريیسان وګومارل شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ګومارنې د مشرتابه د حکم له مخې شوي دي.

هغه لیکلي چې د ستري محکمې مخکنی قضايي معاون او د جنوب‌لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست رییس شیخ سردارمحمد ابوالفیضان د سترې محکمې د نظامي معاون په توګه، د مرکزي دارالإفتاء لوی ریاست مخکنی ريیس شیخ نورﷲ منیر د ستري محکمې د قضايي معاون په توګه، د پوهني وزارت د معلم د تربیې او عمومي تعلیماتو مخکنی معین شیخ سخاء‌ﷲ سعید د ستري محکمې د اداري او مالي معاون په توګه او د ستري محکمې مخکنی اداري او مالي معاون شیخ عبدالمالک حقاني د پوهني وزارت د معلم د تربیې او عمومي تعلیماتو د معین په توګه ټاکل شوي دي.

هغه لیکلي چې دغه‌راز د سترې محکمې مخکنی نظامي معاون شیخ خیرجان خیرخواه د مرکزي دارالإفتاء د لوی ریاست د ريیس په توګه او د جنوب‌لوېدیځ زون د تمیز ریاست د جزاء دیوان مخکنی ريیس مولوي شراف‌الدین یاسیني د همدغه زون د تمیز د ريیس په توګه وټاکل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.