کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره په لیدنه کې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي دي چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات باید تکرار نه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن(شنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې د کابل او اسلاماباد پر اړیکو او د شته ستونزو پر حل خبرې شوې او د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند غړو په افغانستان کې د سولې او ټېکاو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د افغانستان حالت د ډاډ وړ ګرځېدلی دی.
دغو پاکستاني علماوو د اسلامي ټولنو پر یووالي ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټېنګښت سره هیله لري چې افغان حکومت نورې نړۍ ته یوه ښه بېلګه شي.
له پاکستان څخه راغلي یاد پلاوي د افغان او پاکستاني علماوو ترمنځ نږدې اړیکې اړتیا وبلله او ویلي دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته ستونزو د حل په موخه باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په تېرو څو لسیزو کې له افغانانو سره د پاکستان د ولس د مرستو او همکاریو له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت د همکارۍ لمن پراخه ده او د ستونزو د حل په برخه کې خبرو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.
مولوي کبیر په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات د اندېښنې وړ بللي او ټینګار یې کړې چې دا ډول کړنې باید تکرار نه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ویلي چې کابل او اسلاماباد باید په سوله کې ژوند وکړي او زیاته کړې یې ده چې د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP