Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست او کاپیسا کې اوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، په خوست او کاپیسا ولایتونو کې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست د باک ولسوالۍ لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، دوو کسانو ته د غلا په تور او یوه کس ته د اخلاقي فساد په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، محکمې یاد کسان پر یوه ـ یوه کال تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

سترې محکمې دغه راز لیکلي چې د کاپیسا د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، پر پنځو کسانو چې دوه ښځې هم په‌کې شاملې دي او په نامشروع اړیکو او لواطت تورن وو، د تعزیري جزا حکم عملي شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، محکمې مجرمین او تورن له شپږو میاشتو تر یونيم کال پورې پر تنفیذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ درو تعزیري جزا محکوم کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.