Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني یو شمیر اوسېدونکي: د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښو مخنیوي لپاره دې اقدامات وشي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): غزني کې ځايي مسوولین وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه ۳۲ ترافیکي پېښې شوې چې شاوخوا سلو کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده او یو شمېر خلک وايي چې حکومت باید د دغو پېښو مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي.

د غزني امنیې قوماندانۍ نن سهار د یوې اعلامیې په خپرو ویلي، یوازې په تېرو درېیو ورځو کې په دغه ولایت کې اته ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.

غزني کې د خلکو اندېښنې

‎د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمدزي شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، داسي ورځ به نه وي چې د کابل – کندهار په لویه لار د غزني په مرکز او ولسوالیو کې دې ترافیکي پېښي نه رامنځته کېږي.

هغه د چلوونکو ناغېړي او بې‌احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او د چپ لاس موټر، د سړکونو تنګوالی، ترافیکي قوانینو ته پام نه کول د ترافیکې پېښو عمده لاملونه یاد کړل.

نوموړي وویل چې کارنده او منظم ترافیکي سیسټم، په ځانګړې توګه پر لویو لارو د کنټرول لپاره د مسلکي ترافیک پولیسو رامنځته کول به په ترافیکي پېښو کې کمښت راولي.

د غزني یوه بل اوسېدونکي اقبال فیضي هم وویل، پر دې لار زیاتره داسي بې‌تجربې موټرچلوونکي چې له سړکونو او لویو لارو سره بلد نه دي، موتر چلوي.

دی وایي: «په لویو لارو کې د پېښو د زیاتوالي لاملونه دا دي چې ډېری موټرچلوونکي روزل شوي نه دي، جوازسیرونه نه لري، زده‌کړې یې نه وي کړې چې پر ترافیکي قوانینو او مقرراتو بېخې نه پوهېږي.»

دی ټینګار کوي چې د هېواد په لویو لارو کې موټر چلول روزل شوو او تجربه‌لرونکو موټرچلوونکو ته اړتیا لري چې له ترافیکي قوانینو او مقرراتو سره بلد وي.

ټولنیز فعال جمعه ترکي بیا پژواک خبري اژانس ته وویل، ترافیکو ادارې دې د موټرچلوونکو څارنه زیاته کړي، څو ترافیکي پېښې کمې شي او غیرمسلکي خلکو ته دې اجازه نه ورکوي چې موټر وچلوي.

هغه زیاته کړه، په لویه لار کې د موټرو د سرعت کنټرول لپاره د ترافیک پولیسو نشتون، ترافیکي ګڼه‌ګوڼه، د نښو او معیاري سړکونو نشتوالی د دې لامل شوی چې په ترافیکي پېښو کې زیاتوالی راولي.

ورته مهال، د غزني د ترافيکو مسوولین هم د ترافيکي پېښو د ډېرېدو پخلی کوي او د دي ستونزې لوی لامل د موټرچلوونکو له خوا د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول او بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

د غزني د ترافيکو مدير قاري نورمحمد رهبر پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې په ترافیکي پېښو کې ډېره مرګ‌ژوبله پر لویو لارو خلکو ته اوړي او هغه چې په ښار او یا ولسوالیو کې رامنځته کېږي مرګ‌ژوبله یې ډېره نه وي.

هغه زیاته کړه چې ترافیکي پېښي زیاتره د کابل ـ کندهار پر عمومي لویه لار چې تر ډېره په غزني کې تېره شوې، رامنځته کېږي.

د نوموړي په خبره، د ترافیکو مدیریت له لوري عامه پوهاوی ډېر شوی او په دې وروستیو کې د ترافیکي زده‌کړو له کورسونو شپږ زره کسان فارغ شوي او لایسنسونه ورکړل شوي دي.

دی وایي، دا به د ترافیکي پېښو د کچي راټیټېدو برخه کې اغېزناک تمام شي او ډاډ ورکوي چې پر پلان به له سره کتنه وکړي او په دې برخه کې به ځیني مثبت ګامونه اوچت کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سږ کال په وروستیو دوو درېیو میاشتو کې د کابل – کندهار په عمومي سړک د غزني ولایت مربوطاتو کې ۳۲ ترافیکي پېښې شوې دي چې له امله یې د سلو په شاوخوا کې مسافرو او عامو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وږي میاشتې په پنځمه د پغمان ولسوالۍ اړوند په ارغندۍ سیمه کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر چپه کېدو له امله ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شول، وروسته د کورنیو چارو وزارت بېړنۍ غونډه وکړه او پرېکړه یې وکړه، هغه مسافروړونکي موټر چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي، ودې درول شي او د کابل پولیس دې د سرغړوونکو د نیولو برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.