کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال د سیاسي او امنیتي وضعیت، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو شخړو او مذاکراتو او افغانستان ته له راستنو شوو کډوالو او زلزلهځپلو سره د مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي طارق علی بخیت او مل پلاوي سره په کابل ولیدل.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د سیاسي او امنیتي وضعیت، د راستانه شوو کډوالوو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د سیمي د حالاتو او د ا.ا او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو په اړه بحثونه وشول.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له لارې په افغانستان کې له راستنېدونکو کډوالو او د وروستیو زلزلو له قربانیانو سره د مرستو له امله مننه وکړه او د یاد سازمان مرستې یې د افغانستان د خلکو لپاره ارزښتناکې وبللې.
مولوي امیرخان متقي ویلي چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنو شوو کډوالو برخه کې لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي څو د کډوالو خوندیتوب او هوساينې لپاره لازم ګامونه پورته شي.
هغه د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو شخړو او مذاکراتو په اړه معلومات وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې ا.ا د خبرو له لارې د شخړو پر حل باور لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخیت ژمنه وکړه چې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره به د راستنېدونکو کډوالو لپاره په بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.
ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ستاینه کړې او د خبرو له لارې یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، بخیت په مختلفو برخو کې د ا.ا لاستهراوړنې ستایلې او افغانستان ته یې خپل سفر او ملاقاتونه له لاستهراوړنو ډک بللي دي.
هغه زیاته کړې چې ياد سازمان له افغانستان سره رغنده اړیکې غواړي او په مختلفو برخو کې د مثبتې ښکېلتیا له لارې لا زیاتو همکاريو ته په تمه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP