Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران کې د ترافیکي پېښې له‌ امله د مړه شوو اتو افغانانو جسدونه غزني ته راوړل شول

غزني‌ښار (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومنداني وایي چې د ایران په سیستان او بلوچستان کې د یوې ترافیکي پیښې له امله د مړه شوو اتو افغانانو جسدونه د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ ته راولېږدول شول.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د اجرستان ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي چې ناقانونه ایران ته تللي وو، څو ورځې مخکې د دغه هېواد سیستان ـ بلوچستان ولایت د خاش په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې ښکار شول چې په کې ۸ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي وو.»

سرچینه وایي، په ایران کې د افغان کنسولګرۍ د بېړنیو هڅو په پایله کې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت په یوه چورلکه کې د یادې پېښې مړي او ټپیان د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ د لنګرخېلو کلي ته ولېږدول شول.

د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو د جنازې مراسم د سیمه‌ییزو مسوولینو او خلکو په ګډون ترسره شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.