Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: د رسنیو د برېښنا او فریکونسیو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ریاست‌الوزرا مقام ته وړاندیز شوی

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د رسنيزو بنسټونو له استازو سره په کتنه کې د رسنیو د ملاتړ ترڅنګ ویلي چې د رسنیو د برېښنا او فریکونسي ستونزو د حل لپاره یو وړاندیز د ریاست‌الوزرا مقام ته استول شوی او له منظورېدو وروسته به له رسنیو سره شریک شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر شيخ شېراحمد حقاني په خپل کاري دفتر کې د رسنيزو بنسټونو له استازو سره په هېواد کې د خبريالانو او رسنیزو چارو د ودې، پراختیا او ستونزو ته د رسېدنې په موخه وکتل.

سرچینې لیکلي چې په یاده ناسته کې د باختر خبري اژانس ریيس مولوي ضیاءالحق حقمل، د افغانستان د خبریالانو اتحاديې مشر حفیظ‌الله بارکزی، د خبريالانو د ملي کور مشر محمدیاسين متین، د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي او د نورو رسنيزو بنسټونو مشرانو او استازو ګډون کړی و.

سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر حفیظ‌ الله بارکزي او نورو مسوولينو وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان باید خپله اړوند برخه کې ملي وجيبه ادا کړي.

یادو مسوولینو ویلي: «خبریالان او رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د اړيکو پل دي، ا.ا دې په هېواد کې د شته خبريالانو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی لاسنيوی دې وکړي، خبریالان اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن دي، د واقعيتونو په خپرولو سره نه پرېږدي چې معلوماتي خلا رامنځته او دښمنې کړۍ ورڅخه ناوړه استفاده وکړي او د خبریالانو په نړۍوالو کنفرانسونو کې د ا.ا لاسته‌راوړنې شريکې شوې دي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شيخ شېراحمد حقاني ویلي: «اوسنی نظام هېواد ته وفاداره او تر بل هر څه ورته ملي ګټې ارزښتمنې دي، اسلامي نظام د عمل نظام دی، رسنۍ او نظامونه د يو او بل په ملاتړ دوام کوي.»

حقاني زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنيو ملاتړ کوي او د رسنيو د برېښنا او فریکونسي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست‌الوزراء عالي مقام ته وړانديز شوی چې تر منظورېدو وروسته به يې رسنۍ په جريان کې شي.

هغه زیاته کړې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د ملي کور حیثیت لري او دروازې يې هر وخت پرته له کوم محدوديته د خبریالانو او رسنيو پر مخ خلاصې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.