Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وانګ یي: چین چمتو دی له تاجکستان سره په ګډه د افغانستان د سولې، ټیکاو او بیارغونې لپاره کار وکړي

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د چين د بهرنيو چارو وزیر له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی له تاجکستان سره په ګډه د افغانستان د سولې، ټیکاو او بیارغونې لپاره کار وکړي.

د چين د دولتي خبري اژانس شینهوا د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر وانګ یي وړمه ورځ تاجکستان ته تللی او هلته یې هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره ستراتیژیکې خبرې اترې کړې دي.

سرچينه لیکي چې د چين د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي افغانستان د دواړو هېوادونو ګاونډی دی او هېواد یې چمتو دی چې له تاجکستان سره په ګډه د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې لپاره کار وکړي.

په راپور کې راغلي چې وانګ‌ يي ویلي، د چين او تاجکستان دوه اړخیزې اړیکې لوړ کچې ته رسېدلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.