کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) غړو هېوادو د وزیرانو غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (سهشنبه، د لېندۍ ۴مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي به د اېکو ناسته کې د ګډون ترڅنګ د ۲۰۲۵ حلال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې هم برخه واخلي.
سرچینې لیکلي چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترکیې جمهوریت د خصوصي سکټور له غړو سره کتلي او په افغانستان کې یې د پانګونې جلبولو په اړه خبرې کړې دي.
د یادولو ده، د «اېکو» اقتصادي همکاریو سازمان، یو سیمهییز سازمان دی او د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او تخنیکي همکاریو د پراختیا لپاره جوړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP