کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): اقتصادي کمېسیون له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د ګډو اقتصادي کمېسیونونو فعالېدل، د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د نفرایټو د ظواهرو د قرداد ورکړه او په بلخ کې ولایت کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړېدل تایید کړل.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ نن د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، غونډې ته له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو د فعالېدو او په دغو کمېسیونونو کې د نوو غړو زیاتېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه او له هر اړخیز بحث وروسته د یادو کمېسیونونو بیا فعالېدل تایید او نوي غړي ور زیات شول.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمېسیونونه به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه همغږي لا پياوړې کړي.
سرچینې زیاته کړې، همدارنګه په غونډه کې صنعتکارانو او پانګهوالو ته د بلخ د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د ورکړې په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو او د راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه چې د حیرتان صنعتي ښارګوټي ځمکې دې لومړی د اداراتو ترمنځ د ملکیتونو په معلومولو سره تصفیه شي.
خبرپاڼه له مخې، دغهراز دې په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تاسیساتو په پام کې نیولو سره د یاد ښارګوټي لپاره اصلاحي انکشافي پلان هم جوړ کړي.
په غونډه کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره سیمې د نفرایټو د ظواهرو د قرارداد ورکړه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شول.
اقتصادي معاونیت لیکلي، یادې پرېکړې به د وروستۍ تصمیمنیونې په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته واستول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP