کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او هندۍ بورې بیې یو څه ټیټې شوې خو د پاکستانۍ وریجو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو ۷ ورځو مخکې په نسبت په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو او د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۴۵۰ څخه ۲۴۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د هغه په وینا، د یادو توکو بیې د هغو د وارداتو ډېرېدو له امله ټیټې شوې دي.
خو سرچینې زیاته کړه چې د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۸۰۰ څخه ۲۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د حکومت له لوري له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ درېدو له امله د وریجو بیه لوړه شوې ده.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړيو بیه ۲۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۹۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۲۰۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانیو پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرو اوو ورځو په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۹۷۰ څخه ۷۱۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۵۲۰ څخه ۵۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
به گفتۀ طلافروشان، تغییر قیمت طلا در بازارهای شهر کابل ارتباط با تغییر قیمت آن در بازارهای جهانی دارد.
نفتي توکي
کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن هم لکه د ۷ ورځو مخکې په څېر یو لېټر پټرول په ۶۵ افغانۍ او یو لېټر ډېزل ۷۰ افغانۍ پلورل کېږي.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو ګازپلورونکی محمدجان امین وايي نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۲ افغانۍ پلوري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۷ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د لېندۍ په لومړۍ نېټه د یوه امریکايي ډالر د اخیستو بیه ۶۶ اعشاریه ۴۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانۍ بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP