کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي چې د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ غونډه ترسره کوي.
امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تمه کېږي چې په دې غونډه کې د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله او د یوناما د دفتر مسووله جورجټ ګاګنون، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ (اوچا) له دفتره یو لوړپوړی چارواکی او د مدني ټولنې یو استازی د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټاکل شوې چې له عمومي ناستې وروسته به غیرعلني مشورې هم ترسره شي.
د دې ناستې د ترسره کېدو د دقیقې نېټې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP