کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د مالیې وزارت او ډيپي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه چې له مخې به یې د هېواد سوداګزیز بندرونه پر نوې او عصري ټکنالوجۍ سمبال شي.
اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مالیې وزارت او ډيپي ورلډ شرکت ترمنځ نن د ریاستالوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس مفتي عبدالله عزام په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې ویلي، دغه شرطپاڼه به هغو تړونونو او بهرنۍ پانګونې ته لار هواره کړي چې له مخې به یې د هېواد سوداګریز بندرونه پر عصري او نوې ټکنالوجۍ سمبال شي.
عزام زیاته کړې، د یادې شرطپاڼې په رڼا کې به راتلونکي تړونونه د دې وړتیا ولري چې په اړوندو بندرونو کې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره تاسیسات پراخ او عملیاتي او مدیریتي چارې د نړۍوالو معیارونو مطابق د پرمختللو تجهیزاتو پر مټ ترسره شي.
سرچینې لیکلي، د دې شرطپاڼې پر بنسټ به په لومړي پړاو کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د حیرتان بندر او په دویم پړاو کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر فرضي کرښه د تورخم بندر په عصري وسایلو سمبال او زېربنايي چارې به یې له نړۍوالو معیارونو سره سمې عیارې شي. ورپسې به دا لړۍ د هېواد نورو لوژستیکي لیکو، اقتصادي زونونو او ملي پروژو ته پراختیا پيدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP