Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د سخت توپان او ورښت له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزې د کورنیو چارو او ملي امنیت وزارت وايي چې په دغه تړانګه کې د سخت توپان او ورښت له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې په غزه کې تیز توپان او سخت ورښت د هغو کسانو کورونو او خیمو ته زیان اړولی چې له دې مخکې د اسراییلو د بریدونو له امله بې‌ځایه شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره شپه د غزې د شمال په بیرالنعجه سیمه کې د بې‌ځایه شوو د یوه کور پرځېدو پېښه کې پنځو کسانو او دغه‌راز، د جمعې پر سهار د غزې ښار په رمال سیمه کې پر خېمو د یوه دېوال غورځېدو له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې د دغه توپان له امله  لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شمېر نور ټپیان شوي دي.

د غزې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د توپان له پیل راهیسې تر اوسه د ژغورنې ټیمونو څه باندې ۴۳۰۰ بېړنۍ اړیکې ترلاسه کړې او لږ تر لږه د ۱۲ هغو ودانیو د نړېدو پېښې یې ثبت کړې چې له دې مخکې د اسراییلو په بریدونو کې زیانمنې شوې وې.

مرستندوی مسوولین خبرداری ورکوي چې دا مهال د غزې ډېری اوسېدونکي بې‌سرپناه دي او د خېمو، ژمنیو مرستو او لومړنیو اړتیاوو کمښت وضعیت نور هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.