Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازي له افغان کډوالو سره د نړۍوالو مرستو پر کمېدو نیوکه کړې

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي له افغان کډوالو سره د نړۍوالو مرستو د پام وړ کمېدو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تهران د سختو بندیزونو سربېره له کلونو راهیسې د افغانستان د میلیونونو وګړو کوربه‌توب کړی، خو نړۍوالې ټولنې په دې برخه کې ان پر خپلو کمو ژمنو هم عمل نه ‌دی کړی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، امیر سعید ایرواني د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۶ کال لپاره له افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ټاکل شوې نړۍوالې مالي مرستې د پام وړ کمې شوې او شاوخوا ۶۰ سلنه کمې شوې دي؛ هغه موضوع چې پر کوربه هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ډېر فشار واردوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازی ایرواني د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د ژمي د رارسېدو او د وروستیو زلزلو له امله د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې له ایران څخه د بې‌اسناده افغان وګړو ستنول د نړۍوالو قوانینو، بشري اصولو او د انساني کرامت د بشپړ درناوي په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

هغه وویل، ایران سربېره پر دې چې تر سختو یو‌اړخیزو بندیزونو لاندې دی، له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه‌توب نامتناسب بار پر اوږو وړي او دغه وضعیت د کافي نړۍوال ملاتړ د نشتون له امله درانه اقتصادي او امنیتي فشارونه رامنځته کړي؛ په داسې ډول چې د هر کال د لګښتونو کچه یې نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

هغه زیاته کړه چې نړۍوالې ټولنې په ایران کې له افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ان په خپلو ډېرو کوچنیو ژمنو هم عمل نه دی کړی او دغه ناغېړي د ۲۰۲۶ کال لپاره د ځانګړو شوو مرستو په څه باندې ۶۰ سلنې کموالي کې په څرګند ډول ښکاري؛ هغه څه چې د ده په وینا د «نړۍوال مسوولیت د عادلانه وېش» له اصل څخه ښکاره سرغړونه ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي ټینګار وکړ چې له رښتینې نړۍوالې همغږۍ، د مسوولیت له عادلانه وېش او عملي مالي ملاتړ پرته ایران نه‌شي کولای په یوازې ځان د څه باندې شپږ میلیونه افغان  کډوالو د کوربه‌توب مسوولیت ته دوام ورکړي.

هغه د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې وویل چې د یوناما او نورو نړۍوالو بنسټونو د هڅو سربېره د افغانستان خلک لا هم له سختو بشري او امنیتي ناورینونو، د ښځو او نجونو پر وړاندې له پراخو محدودیتونو او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو په ځانګړي ډول صنعتي نشه‌يي توکو له ګواښونو سره مخ دي.

ایرواني دغه‌راز د خوړو د ناامنۍ د ډېرېدو، خوارځواکۍ او اساسي خدمتونو ته د لاسرسي د محدودېدو په اړه د ۲۰۲۵ کال د بشري پروګرام د مالي سرچینو د کمښت له امله خبرداری ورکړ او د دوامدار مالي ملاتړ او انساني غیرسیاسي مرستو غوښتنه یې وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر د افغانستان انساني او اقتصادي ناورینونو ته د رسېدو لپاره د دغه هېواد له چارواکو سره د معنادار او عمل‌محوره تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې بندیزونه باید د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډ ونه ګرځي او د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ باید ژر تر ژره ازاده شي.

هغه د ښځو او نجونو وضعیت «د جدي اندېښنې وړ» وباله او د هغوی پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون لګول شوو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه، په ورته وخت کې یې د یو ټول‌شموله حکومت رامنځته کول یې د سولې او دوامدار ثبات د تامین او د کډوالو له  نوو څپو د مخنیوي لپاره اساسي شرط وباله.

ایرواني دغه‌راز د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د داعش ګواښ د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل: «افغانستان باید د ترهګرۍ لپاره پر اډه یا د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې پر ګواښ بدل نه‌شي.»

هغه زیاته کړه چې ایران چمتو دی د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د کمولو، د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د ثبات په برخه کې د سیمې له هېوادونو او ملګرو ملتونو سره نږدې همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.