Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حماس: زموږ یوه لوړپوړي قوماندان د اسرائیلو برید کې ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۴): حماس تایید کړې چې د دغه غورځنګ جګپوړی قوماندان راید سعد په غزه کې د اسرائیلو په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

نن د الجزیرې په یوه راپور کې راغلي چې اسرائیلي ځواکونو د شنبې په ورځ ویلي وو چې دوی د غزې ښار ته نږدې په یوه برید کې سعد «وژلی» دی.

سرچینې زیاته کړې، حماس نن تایید کړې چې د دغه غورځنګ جګپوړی قوماندان راید سعد په غزه کې د اسرائیلو په برید ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې په غزه کې د حماس د مشر خلیل الحیا له قوله لیکلي: «د اسرائیلو د دوامداره سرغړونو په پایله کې چې په‌کې پرون د حماس د قوماندان وروستۍ وژنه هم شامله ده، موږ پر منځګړو غږ کوو، په ځانګړې توګه د امریکا پر ادارې او د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د تړون اصلي تضمینوونکی دی څو اشغالګر [اسرائیل] دې ته اړ باسي چې د اوربند تړون ته درناوی وکړي او پلی یې کړي.»

په راپور کې راغلي چې په غزه کې د اسرائیلو په وروستي برید کې ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

سرچینې لیکلي چې د اکټوبر میاشتې له اوربند راهیسې په غزه کې د حماس دا لومړی لوړپوړی قوماندان دی چې څپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال د اکټوبر له اوربند راهیسې هره ورځ اسرائیل پر غزه بریدونه کوي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۸۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.