Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نفت او ګازو په نوم نوې خپلواکه اداره منظور شوه

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د چارو اداره وايي چې د کابینې د غړو په غوښتنه او د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ د نفت او ګازو په نوم نوې خپلواکه اداره منظور شوې ده.

د اسلامي امارت د چارو ادارې مشر شيخ نورالحق انور پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د نفت او ګازو په نوم خپلواکه اداره د کابینې د غړو په غوښتنه او د ریاست‌الوزراء مقام په وړاندیز او د مشرتابه حکم پر بنسټ منظور شوه.

هغه زیاته کړې، اداري کمیسیون ته حکم شوی چې له وزارتونو او ادارو څخه شاوخوا اته هغه څانګې چې په نامنسجمه توګه یې د نفت او ګازو اړوند فعالیتونه کول، د نوې خپلواکې ادارې په تشکیل کې تنظیم کړي.

د چارو ادارې رییس دغه‌راز لیکلي چې د نفت او ګازو د دې خپلواکې ادارې په جوړېدو سره به د نفتو او ګازو د تولید او تورید چارو د انسجام، تنظیم، کیفیت، روڼتیا او لازمې همغږۍ رامنځته کېدو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.