<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د چارو اداره وايي چې د کابینې د غړو په غوښتنه او د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ د نفت او ګازو په نوم نوې خپلواکه اداره منظور شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">د اسلامي امارت د چارو ادارې مشر شيخ نورالحق انور پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د نفت او ګازو په نوم خپلواکه اداره د کابینې د غړو په غوښتنه او د ریاستالوزراء مقام په وړاندیز او د مشرتابه حکم پر بنسټ منظور شوه.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړې، اداري کمیسیون ته حکم شوی چې له وزارتونو او ادارو څخه شاوخوا اته هغه څانګې چې په نامنسجمه توګه یې د نفت او ګازو اړوند فعالیتونه کول، د نوې خپلواکې ادارې په تشکیل کې تنظیم کړي.</p>
<p style="text-align: justify;">د چارو ادارې رییس دغهراز لیکلي چې د نفت او ګازو د دې خپلواکې ادارې په جوړېدو سره به د نفتو او ګازو د تولید او تورید چارو د انسجام، تنظیم، کیفیت، روڼتیا او لازمې همغږۍ رامنځته کېدو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.</p>