Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ذاکر جلالي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی کړی

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي د سیمه‌ییز اتصال او همکارۍ د فرصتونو او ظرفیتونو د استفادې په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پرون په تهران کې د «افغانستان د تحولاتو ارزونې» غونډه کې ویلي وو چې د افغانستان ژیوکونومیک موقعیت له امله دغه هېواد د مرکزي اسیا، لوېدیځې اسیا او سوېلي اسیا د ارتباطي شبکو په مرکز کې ځای لري، له همدې امله د افغانستان ثبات او پراختیا یوازې یوه انساني نه، بلکې د ټولې سیمې یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.

هغه زیاته کړې وه: «د تېرو څو لسیزو تجربې په څرګنده ښيي چې په افغانستان کې امنیت، پراختیا او سوکالي په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلي دي؛ له همدې امله بې‌ځایه به نه وي چې که د پاکستاني فارسي ژبې شاعر اقبال لاهوري په څېر ووایو چې زموږ د سیمې ګډ راتلونکی د افغانستان له راتلونکي سره تړلی دی.»

عراقچي دغه‌راز ویلي وو چې د سیمې ترانزیټي او انرژۍ شبکې نه یوازې د افغانستان له ودې او پرمختګ سره مرسته کوي، بلکې سیمه‌ییزې همپالنې ته هم زمینه برابروي. د سړکونو او اوسپنې پټلۍ پیاوړتیا، د سوداګرۍ اسانتیا، سرحدي همکارۍ او د ترانزیټي دهلېزونو پراختیا کولی شي افغانستان د مرکزي، لوېدیځې او سوېلي اسیا د نښلولو یوه حیاتي کړۍ وګرځوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یوازې له امنیت‌محوره لیدلورو تېرېدل او د اتصال، همکارۍ او سیمه‌ییز یووالي برخه کې د افغانستان رغنده رول ته پاملرنه یو اړین او د پام وړ ټکی دی.

هغه لیکلي، هيڅ شک نشته چې له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې افغانستان د لسګونو بهرنیو هېوادونو د پوځي حضور او د نږدې او لرو لوبغاړو د لاسوهنو له امله نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره پر یوه جدي او اندېښمنوونکې امنیتي ستونزه بدل شوی و.

د هغه په وینا، له همدې امله نننی افغانستان نور د ناورین د مدیریت موضوع نه بلل کېږي؛ بلکې د خپل ژیو‌کونومیک موقعیت، نېک نیت او د اوسني حکومت د اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې له مخې کولی شي چې د مرکزي، لوېدیځې او سوېلي اسیا ترمنځ پر یوه اغېزناک ارتباطي پُل بدل شي.

جلالي زیاته کړې چې د دې ډول لیدلوري په چوکاټ کې به د سیمې هېوادونه وکولای شي د افغانستان له ترانزیټي، سوداګریزو او نښلوونکو ظرفیتونو په اغېزناکه توګه ګټه پورته کړي؛ هغه څه چې په پایله کې به ګډې ګټې تضمین شي او سیمه‌ییزه همپالنه به پیاوړې کړي.

هغه لیکلي چې پر دغو فرصتونو او ظرفیتونو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي ډاکټر عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس دغه‌راز زیاتوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د ترانزیټ، سیمه‌ییز اتصال، د سوداګرۍ د اسانتیا او د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا برخو کې عملي او عیني ګامونه پورته شوي او دا د دې څرګندونه کوي چې تعامل‌محوره چلند او د راتلونکي په اړه فکر کولای شي سیمه‌ییز ثبات، سوکالي او ګډې ګټې تضمین کړي.

هغه وایي، دې ټولو ته په کتو له افغانستان سره تعامل باید د فرصتونو، عیني واقعیتونو او شته ظرفیتونو پر اساس تنظیم شي.

د هغه په خبره، افغانستان او سیمه پراخ بالفعل او بالقوه ظرفیتونه لري چې له هغو دقیقه او سمه ګټه‌اخیستنه متقابلې ګټې خوندي کولای شي او د ټولو لورو لپاره د یوه ګټونکي پایدار وضعیت زمینه برابروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.