Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان د علماوو شورا رییس د افغانستان د علماوو د وروستي پرېکړه‌لیک هرکلی کړی

کابل (پژواک، ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴): د پاکستان د علماوو شورا رییس د افغانستان د علماوو د وروستي پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د علماوو په دریځ کې هيڅ توپیر نشته.

تېره اونۍ په کابل کې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ یوه غونډه ترسره شوه چې په‌کې د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ ګڼ شمېر عالمانو ګډون کړی و.

د یادې غونډې په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د هېواد دفاع یوه شرعي او ملي وجیبه ده او که څوک د افغانستان پر حریم تېری وکړي نو پر وړاندې به یې «فرضي جهاد» اعلان شي. دغه‌راز، په پرېکړه‌لیک کې ټینګار شوی چې د هېواد هيڅ وګړي ته اجازه نه ورکول کېږي چې پر نورو هېوادونو تېری وکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د علماوو شورا رییس حافظ طاهر محمود اشرفي پرون یکشنبه په لاهور کې دغه پرېکړه‌لیک «په سمه لاره کې یو مثبت ګام» بللی دی.

هغه د افغانستان له حکومته د دې اعلامیې د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

د هغه په وینا، د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ په دریځ کې هيڅ توپیر نشته او د پاکستان علما هم دا نظر لري چې د پاکستان خاوره باید د افغانستان پر ضد ونه کارول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.