Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون ته د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت لابراتوار جوړ شو

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د افغان اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي پر نوي جوړ شوي لابراتور او نورو فرعي برخو یې شاوخوا ۳۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې بېلابېل پرمختللي طبي وسایل، د معایناتو لپاره  طبي مواد، مېزونه او څوکۍ په‌کې شامل دي .

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «دغه لابراتوار چې د طب پوهنځي اړوند د طبي ټکنالوجي او مایکروبیالوژي څانګو لپاره فعال او پرانیستل شو، د مالیکولر بیالوژي، بکتریالوژي، پرازیتولوژي، مایکولوژي او ایمینولوژي نورې فرعي برخې هم په‌کې شاملې دي چې د پي‌سي‌ار، کلچر، د ډي‌اېن انسټرکشن، ای‌اېم‌ار او اېل‌ای‌زیډ‌ای او نور هر اړخیز معاینات په‌کې د اجراء وړ دي.»

د لوړو زده‌کړو وزیر مولوي نداءمحمد نديم د دغه طبي لابراتوار په پرانيست‌غونډه کې ویلي چې له شته وسایلو بايد پر ځای، معیاري او مؤثره توګه ګټه واخيستل شي.

هغه زیاته کړې چې د دغه لابراتوار په فعالېدو سره به د هېواد له متخصصو او تکړه ډاکټرانو سره تخنیکي او مسلکي اړیکې پراخې شي، څو د زده‌‌کړو کیفیت لا لوړ شي.

په خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې یاد وزارت سږ کال د ډېرو امارتي پوهنتونونو لپاره ګڼ شمېر نوي لابراتوارونه ايجاد کړي او ګټې اخيستنې ته یې سپارلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.