Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مرغومي ۶مه؛ ا.ا: د نړۍ هيڅ مغرور ځواک دې د افغانانو پر ایمان، ننګ او اراده شک نه لري

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): ا.ا پر افغانستان د شوروي د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت وایي، دغه پېښه دا پيغام لري چې د نړۍ هيڅ مغرور ځواک باید د افغانستان د مسلمانو خلکو پر ایمان، ننګ او پخه اراده شک ونه لري او له افغانانو یې غوښتي چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي.

پخواني شوروي اتحاد د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان يرغل وکړ او د ١٣٦٨ کال د سلواغې په ٢٦مه يې خپله ماتې ومنله او له افغانستانه بېرته ووتل.

د افغانستان اسلامي امارت د همدې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي: «شوروي د لس کلن اشغال او خورا سترو ظلمونو په نتیجه کې زموږ ملک افغانستان له هرې خوا زیانمن کړ، میلیونونه افغانان يې له خپل ملک څخه هجرت ته مجبور، شهیدان او معیوب کړل؛ خو لله‌الحمد پر وړاندې يې زموږ غیورو او مسلمانو خلکو په مېړانې سره جهاد وکړ، چې په نتیجه کې يې وروسته له لسو کلونو د شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې د الله جلا جلاله په نصرت ستره ماتې وخوړه او زموږ مظلوم خلک يې له شر او اشغال څخه خلاص شول.»

په اعلامیه کې راغلي، د تاریخ دغه ستره پېښه له یوې خوا دا پيغام لري چې باید د نړۍ هيڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمانو او غیورو خلکو پر ایمان، ننګ او پخه اراده باندې شک ونه لري.

سرچینه زیاتوي: «همدا ډول ثابتوي چې زموږ خلک که هر څومره مظلوم او بېچاره واقع شي، خو د خپل رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او له اشغال څخه د خپل وطن د خلاصولو او فتحه کې روڼ تاریخ لري چې په نږدې يوه پېړۍ کې د درېیو سترو قوتونو له اشغال څخه خلاصون فتحه او د هغوی مفتضحانه ماتې دا ستر حقیقت روښانه کوي.»

اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندلی او پر خلکو یې غږ کړی چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان اسلامي نظام، عقیدې، وطن، ارزښتونو او خلګو پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.

اعلامیه زیاتوي، اسلامي امارت به شپه او ورځ د خپلو دیني ارزښتونو، اسلامي نظام، وطن او مسلمانانو د دفاع او تحفظ لپاره خدمت او هڅو ته دوام ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.