کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د پاکستانۍ وریجو، غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د قزاقي اوړو بیه ټیټه شوې ده.
کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله د وارداتو زیاتېدو له امله نن کابل ښار کې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۰۰ نه ۱۴۷۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خو هغه وویل چې د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانیو وریجو بیه له ۳۰۰۰ نه ۳۴۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړو بیه له ۲۱۰۰ نه ۲۱۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړلکېدو له امله کابل ښار کې د وریجو او غوړو بیې لوړې شوې دي.
خو هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلو قزاقي اوړو بیه ۱۵۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۴۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیه
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۷۳۰۰ نه ۷۵۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۷۸۰ څخه ۵۹۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
نفتي توکي
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې یو د لېټر پټرولو بیه ٦۲ افغانۍ او یو لېټر ډیزل په ٦۳ افغانیو پلورل کېږي.
په همدې حال کې د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې یو دوکاندار محمدجان امین وایي چې نن لکه تېره شنبه د یو کیلوګرام ګاز بیه ۵۴ افغانۍ ده.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۲۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روانې لېندۍ میاشتې په ۲۲مه د یوه ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP