کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): د بشري مرستو د همغږۍ برخه کې د یوناما مرستیال د کډوالو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې په روان میلادي کال کې د ملګرو ملتونو ادارو د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې دوه نیم میلیارده امریکایي ډالر لګولي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتوته سره وکتل.
دغه وزارت ویلي، په دې لیدنه کې راستنو شوو ته د مرستو رسولو او اړوند چارو پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړو په اړه خبرې وشوې.
د یوناما مرستیال ویلي، روان میلادي کال د ملګرو ملتونو ادارو د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې دوه نیم میلیارده امریکايي ډالره لګولي چې دا له افغانانو سره د مرستو برخه کې د ملګرو ملتونو ژمنتیا څرګندوي.
هغه زیاته کړې، په وروستیو کې د افغانستان د وګړو شمېر د کډوالو په راستنېدو سره لس سلنه ډېر شوی خو دغه وضعیت د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو په هڅو په ښه ډول مدیریت اوله ناورین څخه مخنیوی شوی دی.
د یوناما مرستیال د کډوالو او بېځایه شوو ستونزو ته د رسېدو برخه کې د اسلامي امارت له ادارو سره پر لا ډېره همکارۍ او همغږۍ ټينګار کړی او یادونه یې کړې چې د راتلونکی کال لپاره د کډوالو د اړتیاوو مشخصولو په موخه به له کډوالو چارو وزارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
سرچینې دغهراز لیکلي، په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت په روان ژمي کې له راستنو شوو سره د بېړنیو مرستو پلان چمتو کړی چې په ټول افغانستان کې به پلی شي او په هر ولایت کې به له زرو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته هم وشي.
هغه ویلي چې د کډوالو چارو وزارت د نورو مرستهکوونکو خلکو په همکارۍ راستنو شوو ته د مرستو لړۍ پیل کړې او تمه یې څرګنده کړه چې زرګونه کورنیو ته به د اړتیا وړ خوراکي توکي ورسېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کډوالو وزیر د خوړو او سرپناه په برخه کې د راستنو شوو د ستونزو اړوند موضوعګانې د یوناما له مرستیال سره شریکې کړې او یادونه یې وکړه چې د یوناما پر وړاندیزونو به غور وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP