Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران کې د خلکو اعتراضونه اوومې ورځې ته وغځېدل

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ایران کې د تومان بې‌ارزښته کېدو او د توکو بیو لوړېدو غبرګون کې پیل شوي اعتراضونه اوومې ورځې ته وغځېدل.

په ایران کې د اعتراضونو لړۍ د تېرې اونۍ په یکشنبه (د مرغومي ۷مه) د اقتصادي بحران، د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت لوېدو او د معیشتي ستونزو له امله د دغه هېواد له پلازمېنې تهران او شاوخوا سوداګریزو مرکزونو پیل شول او وروسته نورو ولایتونو ته پراخ شول.

دویچه‌وله راپور ورکړی چې دغه اعتراضات د ایران د ۲۲ ولایتونو په ۴۶ ښارونو او لږ تر لږه په ۱۱۳ بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د ایران په ځینو ښارونو لکه اصفهان، مشهد او خرم‌اباد کې د شپې اعتراضونه د دې لامل شول چې خلک شپه پر سړکونو تېره کړي..

خو د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د کرنې جهاد وزارت له وزیر او لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي: «باید اجازه ور نه کړل شي چې چا ته ستونزه جوړه شي او یا بې‌دلیله څوک ونیول شي، بلکې لازمه ده هغه ستونزې چې په وروستیو ورځو کې د ځینو اصنافو لپاره پیدا شوې دي، په جدي ډول وڅېړل شي او حل شي.»

هغه د تېرې اونۍ په پنجشنبې هم ویلي وو چې د خلکو معیشت د ایران د حکومت لپاره سره کرښه ده او دوی مکلف دي چې د خلکو د ژوند ستونزې حل کړي.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (جمعه) پر اېکس‌پاڼه د ایران د خلکو اعتراضونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې وو چې که د ایران حکومت پر معترضینو ډزې وکړي، متحده ایالات به د هغوی «ژغورنې» ته ورشي.

نوموړي ټینګار کړی و: «که ایران پر سوله‌ییزو معترضینو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي ووژني، چې دا د هغوی عادت دی، نو د امریکا متحده ایالات به د هغوی ژغورنې ته ورشي. موږ چمتو یو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولود ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې غندلې دي.

دغه وزارت زیاته کړې ده: «دا ډول غیرمسوولانه دریځونه چې د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا د زورواکۍ او ناقانونه سیاست دوام بلل کېږي، نه یوازې د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو او د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د ایرانيانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ هڅونه هم ګڼل کېږي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.