Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ یو ځل بیا د لاریون‌کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د لاریون‌کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که د پخوا په څېر «د خلکو وژنه پیل کړي»، د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي.

په ایران کې وروستي لاریونونه چې د تومان د ارزښت له چټک او بېساري ټیټېدو سره پیل شول، په تدریجي ډول د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو ته وغځېدل او نن یې اتمه ورځ ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ايیر فورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا ویلي چې که ایران د پخوا په څېر «د خلکو وژنه پیل کړي»، د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي.

دوه ورځې مخکې هم ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی و چې که معترضین «ووژني» نو امریکا به د هغوی ژغورلو ته ورشي.

بي‌بي‌سي د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستیو لاریونونو پر مهال د «اتو لاریون‌کوونکو د وژنې» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ايران تر دې مهاله د ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د تېر ځل څرګندونو په اړه یې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ایران په چارو کې لاسوهنه یاده کړې وه او په کلکه یې رد کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.