کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي، هغه اووهکسیز بانډ یې نیولی چې کلیوالو خلکو ته یې ځانونه د یوې مؤسسې کارکوونکي معرفي کول او د مرستو د ورکړې لپاره یې د نوم ثبتولو پر سر ترې پیسې اخیستې.
د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په نیول شوو کسانو کې د یادې «جعلي مؤسسې» رییس، کمپیوټرکار، موټرچلوونکی او څلور ډاکټرانې شاملې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو ځانونه د یوې مؤسسې کارکوونکي معرفي کول او د یونیسف نړۍوالې مؤسسې په نوم د مرستو د توزیع لپاره د خیالي سروې ترسره کولو او نومونو ثبتولو پر سر له خلکو پیسې اخیستې.
امنیې قوماندانۍ لیکلي، له دغو نیول شوو کسانو سره جعلي کارتونه هم نیول شوي او له کره شواهدو او بشپړې دوسیې سره یو ځای به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP