Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په اړه غونډه کوي

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴): سومالیا چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌يي مشري پر غاړه لري، اعلان کړی چې امنیت شورا نن د ایران په اړه غونډه کوي.

د راپورونو له مخې، د سومالیا د استازولۍ د پلاوي ویاندې خدیجې احمد ویلي چې دغه غونډه د امریکا متحده ایالتونو په غوښتنه جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د اقتصادي ستونزو او د تومان د ارزښت لوېدو له تاوتریخوالي ډک اعتراضات پیل شوي دي. ځینو سرچینو راپور ورکړی چې د دغو اعتراضاتو پر مهال شاوخوا ۴۸ امنیتي سرتېري او ۴۸۳ اعتراض‌کوونکي وژل شوي، خو نورې سرچینې ادعا کوي چې دا شمېر تر دوه زره کسانو ډېر دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې که لاریون‌کوونکي وځپل شي، امریکا به د هغوی د ملاتړ لپاره مداخله او د ایران پر وړاندې به «سخت اقدام» وکړي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ اوس ویلي، «باوري سرچینو» ورته ویلي دي چې په ایران کې وژنې درول شوې دي او اعدامونه به هم ودرول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي: «موږ جګړې ته چمتو یو او له هر هغه چا به غچ واخلو چې لاسونه یې د ایرانیانو په وینو ککړ وي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.