شبرغان (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): په جوزجان کې د خیاطۍ د یوې کارخونې د موسسې زیبالنساء په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، د دغه ولایت د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغې ته د زدهکړو او مشورو برخو کې فرصتونه برابر کړي دي.
پژواک خبري اژانس د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د «زیبالنساء، هغه نجلۍ چې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره یې د زدهکړو محدودیتونه پر فرصت بدل کړل» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړ.
زیبالنساء له حکومت او مرستندویه مؤسسو غوښتنه کړې وه چې د خیاطۍ خامو موادو او وسایلو، لکه د خیاطۍ ماشینونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي، څو وکولی شي خپل کار پراخ کړي او د ښځو لپاره نور روزنیز فرصتونه هم رامنځته کړي.
زیبالنساء پرون (شنبه، د مرغومي ۲۶مه) پژواک ته وویل: «کله چې مې د خیاطۍ کارخونه په ډېرو محدودو امکاناتو جوړه کړه، هيڅکله مې فکر نه کاوه چې زما هڅې به نتیجه ورکوي او ملاتړ به یې وشي.»
هغې زیاته کړه: «د پژواک راپور زما په ګټه تمام شو؛ له هغه وروسته ما ته ډېرې دروازې خلاصې شوې، د خیاطۍ د نوو مهارتونو او د کار مدیریت برخو کې وړیا زدهکړې، دلته او ګاونډیو ولایتونو کې په سیمینارونو کې ګډون، د ظرفیت لوړولو پروګرامونه او همدارنګه مرسته چې ما ته یې اجازه راکړه خپله کارګاه پراخه کړم، ډېر زدهکوونکي جذب کړم او په زیاتې هڅې سره خپل کار ته دوام ورکړم.»
د هغې په خبره، د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ورته د نورو زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
بلخوا، د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله لطیفه سرورزاده وايي چې د پژواک راپور له خپرېدو وروسته یې د زیبالنساء په اړه معلومات ترلاسه کړل، څو مرستې ورته راجذب کړي او په ترڅ کې یې د زدهکړو پروګرامونه هم ورته برابرې کړې.
هغې زیاته کړه: «د پژواک خبري اژانس راپور د زیبالنساء په اړه وښوده چې څنګه د نجونو هڅې او ابتکارات کولی شي په ژوند کې مثبت او عملي بدلونونه رامنځته کړي. موږ د دغه راپور له خپرېدو وروسته د زیبالنساء په اړه معلومات ترلاسه کړل او ومو غوښتل ملاتړ یې وکړو.»
هغې وویل چې د دې خونه په همغږۍ یوه خیریه بنسټ له دې ښځې سره د تکې د څو توپونونو مرسته وکړه او همدارنګه د زدهکړو په څو سیمینارونو کې یې د ګډون زمینه ورته برابره کړه.
هغې زیاته کړه: «دا خونه ژمنه ده چې د داسې بریالیو، سوداګرو او متشبثو ښځو بشپړ ملاتړ وکړي او د وړیا زدهکړو، سیمینارونو او د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې د ګډون او د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ له لارې ښځو او نجونو ته د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP