Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو شمېر سترې پراختیايي پروژې ترلاسه کړې دي

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس او د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د تخنیکي او پراختیایي کمېټې غړی محمدیوسف کارګر د اسیا د فوټبال کنفدراسیون رسمي غونډه کې چې په مالیزیا کې جوړه شوې وه، وتوانېد د هرات او غزني ولایتونو د فوټبال میدانونو بیارغونې او په لوګر ولایت کې د یوه ورزشي میدان جوړولو قراردادونه ترلاسه کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه ناسته د اندري، سنجیوان او نهمت په ګډون د فیفا د استازو او همدارنګه د وحید کارداني، یوګیش او روزبه په ګډون د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د استازو په حضور کې ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د کندهار او بلخ ولایتونو د فوټبال میدانونو جوړولو پروژې هم نهایي شوې دي او همدارنګه د بدخشان د استډیوم جوړولو او د کابل د استډیوم د بیارغونې په اړه خبرې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغو پروژو له پیل سره به د افغانستان فوټبال د ودې او پرمختګ نوې مرحلې ته داخل شي او د هېواد د ځوانو استعدادونو د غوړېدنې لپاره به لا ډېره زمینه برابره شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.