ایبک (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۴): که څه هم وروستیو ورښتونو خلک وچکالۍ کمېدو ته هیلهمن کړي، خو د سمنګان د درهصوف پایین ولسوالۍ د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وایي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي او اړ دي ساعتونه پلی مزل وکړي، څو د څښلو لپاره اوبه برابرې کړي.
سمنګان کې د پژواک خبري اژانس خبریال د وروستیو بارانونو او واورو تر ورېدو مخکې د دې ولسوالۍ د مقصود، زیرکي، لبابي، باغک، زیدوري او بیانان کلیو له یو شمېر اوسېدونکو سره مرکې کړې دي.
د یادو سیمو اوسېدونکي وایي، د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره اړ دي له شپږو تر نهو ساعتونو پلی یا د خرو په وسیله مزل وکړي او غوښتنه کوي چې د دوی دې ستونزې ته دې رسېدنه وشي. په همدې حال کې، مسوولین هم د اوبو د کمښت ستونزې د حل لپاره د یو شمېر پلانونو پلي کولو خبر ورکوي.
خلک: پرلهپسې وچکالیو مو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی
د درهصوف پایین د «مقصود» کلي اوسېدونکی ۶۵ کلن دینمحمد وایي: «دا ولسوالي چې پخوا سمسوره وه، معتدل اقلیم او حاصلخېزې کرنیزې ځمکې یې لرلې، اوس د پرلهپسې وچکالیو له امله پر یوې وچي او بېرنګه سیمې بدله شوې او ځمکې یې چاودلې دي. ډېر هغه خلک چې اقتصادي ستونزې یې نه لرلې، کډه شوي دي.»
هغه د پخوانیو حکومتونو پر بېپامۍ نیوکه کوي او زیاتوي: «په دې کلي کې نه څاه شته او نه د نل اوبه؛ خلک خپلې د اړتیا وړ اوبه له هغو کندو برابروي چې د ژمي پر مهال د واورو اوبه پهکې ډنډېږي، خو اوس هغه کندې هم وچې شوې دي.»
نوموړی چې د اوبو راوړلو لپاره یوه نږدې کلي ته تللی و، وایي: «وامې ورېدل چې دې کلي ته د اوبو ټانکر راغلی، درې ساعته مزل مې وکړ؛ خو چې ورسېدم، اوبه خلاصې شوې وې، اړ شوم تش لاس بېرته ستون شم.»
هغه زیاتوي، د څښاک اوبو نشتون لامل شوی چې ډېرې هغه کورنۍ چې مالي توان لري، کلي پرېږدي، او هغه کسان چې د موټر د کرایې وس نه لري، په سختۍ سره خپلې د اړتیا وړ اوبه برابروي.
له بلې خوا، د «توقسن مقصود» کلي یو اوسېدونکی روضتالله هم ورته ستونزه یادوي او وایي: «پرلهپسې وچکالیو زموږ ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.»
هغه وایي، اته ساعته یې له دوو مرکبو او یوه ماشوم سره سفر کړی، څو له «چپچل» سیمې څلور بوشکې اوبه راوړي.
نوموړی زیاتوي، د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د اودس او لوښو مینځلو پاتې اوبه بېرته رااخلي او خپلو څارویو ته یې ورکوي.
دغه کس وایي: «زموږ په کلي کې داسې ماشومان شته چې له لري ځایونو د څښاک پاکو اوبو راوړلو له امله له زدهکړو بېبرخې پاتې شوي دي.»
روضتالله چې خپله هم مالدار دی، وایي پرلهپسې وچکالیو کرنه هم له منځه وړې ده؛ هغه ځمکې چې پخوا ډېر حاصلخېزې وې، اوس وچې شوې او چاودلې دي.
ورته مهال، د دې ولسوالۍ د «زیرکي» کلي اوسېدونکی تاشمراد وایي، پخوا یې په خپلو ځمکو کې غنم، وربشې او نخود کرل او ښه عاید یې درلود، خو اوس وچکالۍ د ده د کورنۍ اقتصادي وضعیت سخت زیانمن کړی دی.
کارپوهان پر بېړنیو او دوامدارو اقداماتو ټینګار کوي
د درهصوف پایین ولسوالۍ ټولنیز فعال استاد ملکفهد قهرمانزاده وایي، د دې ولسوالۍ د درې په ختیځ او لوېدیځو برخو کې له ۶۰ زرو زیاتې کورنۍ د څښاک اوبو له شدید کمښت سره مخ دي.
د هغه په خبره، د کلیو په شاوخوا کې د چینو او سیندونو نشتوالی او د اورښتونو د کمښت له امله د اوبو د کندو وچېدل، د اوبو د کمښت بحران لا پسې ژور کړی دی.
هغه وایي: «د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزې د حل لپاره اړینه ده چې مسوولین د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره بېړني او هر اړخیز اقدامات پیل کړي؛ لکه د اوبو د ټانکرونو سمدستي وېش، د موجودو اوبو د سرچینو رغونه او ښهوالی، د څاهګانو پراختیا، د باران د اوبو زېرمه کولو سیسټمونه رامنځته کول او د وچکالۍ د مدیریت اوږدمهاله پلانونه پلي کول، څو د بشري بحران او اجباري کډوالۍ مخه ونیول شي.»
په همدې حال کې، د سمنګان پوهنتون استاد او د چاپېریالساتنې کارپوه احمدجاوېد وایي، د اوبو کمښت په لنډمهال کې د ناروغیو خپرېدو، د کرنیزو تولیداتو کمېدو او د خوړو د ناامنۍ لامل کېږي او په اوږدمهال کې اجباري کډوالي، دوامدار فقر او د چاپېریال تخریب رامنځته کوي.
د هغه په خبره، که د اوبو سرچینو اغېزناک مدیریت او دوامدار پروګرامونه عملي نه شي، دا سیمې به په راتلونکي کې د استوګنې له حالته ووځي.
نوموړی هم د ملکفهد په څېر غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې د دغه بحران د حل لپاره باید د څښاک اوبو برابرولو او د خلکو د ژوند شرایطو د ښهوالي لپاره بېړني او عملي اقدامات وشي.
مسوولین: د درهصوف پایین ۸۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي
د درهصوف پایین ولسوالۍ اجرائیوي مدیر قدرتالله بېک وایي، وروستیو وچکالیو د دې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.
هغه زیاتوي: «که څه هم د ولایت له لوري لسګونه د اوبو ټانکرونه د بېړني اقدام په توګه لېږل شوي، خو دا مرستې لنډمهالې دي او د ستونزې د بنسټیز حل لپاره اوږدمهالو پروګرامونو ته اړتیا ده.»
نوموړی د وروستیو ورښتونو په اړه وایي، که څه هم په تېرو ورځو کې په درهصوف ولسوالۍ کې واوره شوې، خو د سختې یخنۍ له امله خلک نه شي کولای د واورې له اوبو استفاده وکړي.
هغه زیاتوي: «زما په اند، دا واوره یوازې د محدود وخت لپاره ګټه کولی شي؛ له همدې امله بنسټیزو حللارو ته اړتیا ده، لکه د ژورو څاهګانو کیندل او د اوبو رسولو شبکو پراخول، څو د دې ولسوالۍ د خلکو د اوبو ستونزه په دوامدار ډول حل شي.»
له بلې خوا، د درهصوف پایین ولسوالۍ ولسوال شیخ عبدالرحیم سارباغي وایي: «اوس مهال د دې ولسوالۍ له ۷۰ تر ۸۰ سلنه اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.»
هغه وایي، د ولایت په مقام کې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په حضور کې په شوې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اوبو ټانکرونه کلیو ته ولېږل شي.
نوموړی زیاتوي، که دا وضعیت دوام ومومي، خلک به اړ شي خپلې سیمې پرېږدي.
د هغه په وینا، تر اوسه د وچکالۍ له امله د انساني تلفاتو کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو خلک اړ دي ساعتونه سفر وکړي څو خپلې د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.
سارباغي وایي، مالداران او ځمکوال هم سخت زیانمن شوي؛ ډېری مالداران د خپلو څارویو ژغورلو لپاره اړ شوي خپلې شتمنۍ وپلوري او اوس یوازې د کاري خرو پر مټ ژوند پر مخ وړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP