کابل (پژواک، ۱۲ دلو ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران په بندرعباس ښار کې د استوګنې په یوه کور کې د ګاز چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» راپور ورکړی چې دغه چاودنه پرون ماسپښین په یوه استوګنیز کور کې شوې ده.
د بندرعباس د اوروژنې ادارې مشر محمدامین لیاقت ویلي چې دغه پېښه د ماسپښین شاوخوا دوه بجې د بهارستان ۱۶مه کوڅه کې شوې ده.
د هغه په خبره، ټول ټپیان له ودانۍ راایستل شوي او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د لومړنیو څېړنو له مخې، د دې پېښې لامل د ګاز خپرېدل ښودل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په دې چاودنه کې یوه څلورکلنه نجلۍ وژل شوې او ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP