Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بنګله‌دېش کې د سراسري ټاکنو ترسره کېدل

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴):د راپورونو له مخې، د بنګله‌دېش سراسري پارلماني ټاکنې نن (پنجشنبه) سهار ۷:۳۰ بجې د ځايي وخت له مخې پيل شوې.

په ټول هېواد کې د پارلماني ټاکنو لپاره د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شوي او شاوخوا ۱۲۷ میلیونه کسان د رایې ورکولو شرایط لري.

د دې هېواد خلکو په هغو ټاکنو کې د ګډون لپاره، چې د ۲۰۲۴ کال د محصلانو له پاڅون او د شیخ حسینې له ګوښه کېدو وروسته ترسره کېږي، د رایې صندوقونو مخې ته اوږدې لیکې جوړې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې دغه ټاکنې د دوو اصلي ائتلافونو ترمنځ ترسره کېږي: د بنګله‌دېش ملي‌پاله ګوند چې مشري یې طارق رحمن کوي ـ نوموړی د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا زوی دی ـ او د جماعت اسلامي ګوند چې مشري یې شفیق‌الرحمن پر غاړه لري.

د راپورونو له مخې، طارق رحمن چې له ۱۷ کلونو ځان‌خوښې جلاوطنۍ وروسته تېر دسمبر بېرته بنګله‌دېش ته ستون شوی، د راتلونکي حکومت د جوړولو له مهمو مدعیانو څخه ګڼل کېږي.

رحمن ژمنه کړې چې دموکراتیک بنسټونه به بیا ورغوي، د قانون حاکمیت به بېرته ټینګ کړي او رکود وهلی اقتصاد به ورغوي.

رایې ورکوونکي به د پارلمان له ۳۵۰ څوکیو څخه ۳۰۰ څوکۍ په مستقیم ډول وټاکي او ۵۰ ځانګړې څوکۍ به د ښځو لپاره وي چې د حاکم ګوند یا بریالي ائتلاف له لوري ټاکل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.