Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبلیو‌اېف‌پی: د بودجې کمښت مو په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مبارزه ستونزمنه کړې ده

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړی‌وال پرواګرام ویلي، د بودجې د کمښت له امله اړ شوي چې په افغانستان کې له هرو څلورو خوارځواکو ماشومانو یوازې له یوه سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلېف له اسوشیټېډ پرېس سره په خبرو کې ویلي: «موږ د خوړو له یوه ناورین‌ زېږوونکي کړکېچ سره مخ یو چې د افغانستان دوه پر درېیمه برخه ماشومان په شدیده یا بحراني کچه د حادې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. دا په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ تر ټولو لویه زیاتېدنه ده چې تر اوسه ثبت شوې.»

هغه زیاته کړې چې په دغه هېواد کې د څلور میلیون ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د روان ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د ۱۴۰۳ کال له چنګاښ میاشتې د ۱۴۰۴ کال تر چنګاښ میاشتې پورې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې پر خوارځواکۍ اخته ۲.۹ میلیون ماشومان او میندې ثبت شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.